خبر اوسئ پوه شئ!

ایا تاسو اراده لرئ چې افغانستان پریږدی ؟ د کارکولو، زدکری یا په بهر کې خپلی کورنۍ سره د یوځای کید لپاره؟ که داسې وي، هیله کوه د خپل ځان د ساتنې لپاره لاندې ټکی په نظر کی ونیسې!

  1. خبرداراوسی، پوه شئ

مخکې له دې چې تاسو د کډوالۍ په اړه پریکړه وکړئ، څومره چې تاسوکولی شی د امکاناتوترحده معلومات ترلاسه کړئ، هلته خپل د اوسید د ځای په اړه، د ژوند کولو او د کار د شرایطو په اړه ، د کار ډول چې تاسو یې کوئ هلته، او د خپلو ملګرو په اړه. چه تاسو سره په سفرزی، خپل ملګري او کورنۍ، سیمه ایز چارواکي، اړونده غیر دولتي ادارې او د مهاجرت معلوماتی مرکز(MRC) سره مشوره وکړئ.

  1. قانوني مهاجرت وکړئ.

د ویزه او نورو قانوني اسنادو څخه پرته سفر ښه پریکړه  نه ده. کله چې تاسو ټول اړین سفری اسناد بشپړکړل بیا له هغه وروسته دسفر پریکړه وکړئ، بکه د پاسپورټ، ويزې او کاري اجازه لیک په ګدون چه ترلاسه کړی مو وې. غیرقانوني سفرکول تاسو لوړو پایلوسره مخامخ کوي، د مثال په توګه، له تاسو څخه ناوړه ګټه اخیستنه. پرته له معاش څخه تاسو په دنده ګمارول.  

  1. که تاسو د کار ژمنه یا وړاندیز له بهر څخه ترلاسه کړې وي، خپل ګمارونکی وپیژني

 په هرچا باور مه کوئ!  څومره چې ممکنه وې د ګمارونکي ادارې په اړه چی تاسوسره اي د کار موندلو لپاره په  بهرکی مرسته کړئ معلومات ومومئ. په بهر کی اعتبارڅنګه ده؟ ایا هغوې دکار اجازه نامه لري؟ ایا هغوې له تاسو څخه غواړي چې د خپل عمر په اړه دروغ وه وایئ او یا دا چه د قرارداد څخه پرته کار وکړي؟  

  1. د وړاندیز له منلو څخه مخکې کاری تړون لاسلیک کړئ

قراردادونه مهم دي! د داسی قرارداد درخواست وکړئ چی د ګمارونکی ادارې لخوا السلیک شوي اي. هرکله چې تاسو دنده ومومئ، نو تاسو د قرارداد درخواست د ګمارونکی د لاسلیک سره ولري. د قرارداد څخه پرته به ستاسو دنده قانوني نه وي.

  1. د خپل اسناد خوندي وساتئ

خپل شخصي اسناد خوندي کړئ. له پاسپورټ، ويزې ، د کار قرارداد، او نورو مهمه اسنادونقل وکړئ. خپل اصلي سندونه په خوندي ځای کې وساتئ او نقلونه یې له ځان سره واخلئ. خپل سندونه نورو خلکو ته مه ورکوئ او بل چا ته اجازه ورنکړئ چې دوی ستاسو اسناد وساتي.

 

  1. د بیړي په وخت کې

چمتو اوسی !تل د مهمو تیلیفونونو شمیره په ګدون، د ستاسو د سیمه ایز پولیس، دامبولانس، داوروژونکي ادارې، دملګري او کورنۍ، د سفارت یا قونسلګرۍ، د اړونده غیر دولتي ادارو، د سوداګریز مرکزونو، د خپل د مهاجرتی ادارې او د مهاجرت د معلوماتو د مرکز ستاسو د شمیرو لیست له ځانه سره وساتي.

  1. له نورو خلکو سره اړیکه ونیسئ

له نورو څخه جلا نشي.  په خپل هیواد کې د خپلو ملګرو او کورنۍ سره منظم تماسونه ولرئ. اجازه ورکړئ چې هغوي ستاسو د روغتیا او خوندیتوب څخه خبر اوسئ.  له نورو مهاجرینو سره دوستانه او منظمه اړیکه ولرئ.  دا طریقه تاسو سره مرسته کوي چه د یو بل سره مرستې او د یو بل څخه ملاتر وکري.

  1. له ځان څخه ساتنه وکری ، خپل ځان وساتئ

که له ستونزې سره مخامخ شوی د هغه چا سره خبرې وکړئ چې پرې باورلرئ، او د غیردولتي مؤسسو یا مشاورینو لخوا د مشورې او ملاتړ لټون کې شې، د مثال په ټوګه، د خپل د هیواد سفارت ستوګنه.

 

ټول خدمتونه په وړیا توگه ولاندی کیگې 

    موږ د ستاسو د اړتیاوو سره سم معلومات چمتو کوو!  راځئ او د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره وګوری/ اړیکه ونیسئ!

پته:

د مهاجرت د معلوماتو مرکز

د مهاجرینواوبیرته راستنیدونکو چارو ورازت

واصل آباد، اوومه ناحیه د ځنګلک د فابریکې تر شاه،  کابل، افغانستان

 

د اړیکو شمېره:

موبایل یا د ګرځنده شمېره: 0799599898  

ویب پاڼه:  www.mrcafghanistan.af

سکایپ: mrcafghanistan

ایمیل: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید