د تګ څخه دمخه

د مهاجرت  د معلوماتو مرکز(MRC) تولو کسانو ته چی د سفراراده لری او یا د سفر په حال کی دی، لکه د کاریګرو، مسلکي کارپوهان، زده کونکو، کورنیو، ځوانانو او میرمنو ته د لارښوونې وړیا غونډې چمتو کوي. موږ هڅه او تاکید د خوندي مهاجرت، استخدام، استوګنې او تعلیم د دقیقو اوبشپر معلوماتو په اړه کوو. زموږ د لارښوونې مشورې غونډي د منظم مهاجرت ګټې او د غیرقانوني مهاجرت د خطرونو اوپایلې ښودنه کوي. دا غونډې له تاسو سره د باوري پریکړو په نیولو کې مرسته وکړي.

موږ دا غونډې د زده کونکو لپاره تخنیکي او مسلکی موسسوکې، پوهنتونونو او مکتبونوکئ زده کونکو لپاره چمتو او ورکوه.  زموږ دا غونډې د خوندي مهاجرت په اړه، د اوسني مهاجرت د شرایطو او رجحاناتو په اړه ، دغیرقانونی مهاجرت د خطرونه او پایلو په اړه او د انسانې مهاجرینو قاچاق د قاچاقبرو په لاس دي.

د مهاجرت د معلوماتو د مرکز مشاورین د لارښوونې دغونډو لپاره په منظمه ټوګه د تخنیکي موسسو، پوهنتونونو، مکتبونو او سیمییزو ټولنو څخه لیدل کوې. که تاسو غواړئ چی ستاسو د ښوونځي، ستاسو د ټولنې، او ستاسو د کلی د پوهاوي کچه لوړه کړئ د خوندی مهاجرت او د غیرقانونې مهاجرت د پایلو په اړه،  نو له موږ سره اړیکه ونیسئ د معلوماتي غونډو لپاره

 

    موږ د ستاسو د اړتیاوو سره سم معلومات چمتو کوو! نو راځئ او د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره وګوری/ اړیکه ونیسئ!

پته:

د مهاجرت د معلوماتو مرکز

د مهاجرینواوبیرته راستنیدونکو چارو ورازت

واصل آباد، اوومه ناحیه د ځنګلک د فابریکې تر شاه،  کابل، افغانستان

 

د اړیکو شمېره:

موبایل یا د ګرځنده شمېره: 0799599898  

ویب پاڼه:  www.mrcafghanistan.af

سکایپ: mrcafghanistan

ایمیل: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید